د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر منډۍ کڅ کې خلکو د حکومت لګولي بوټي له بېخه وویستل


 د خیبر نقشه
 د خیبر نقشه

نن (د اګست نهمه) د خیبر ضلعې په باړه منډۍ کڅ کې د شجرکارۍ د مهم په وخت هلته لګول شوي په سلګونه بوټي ځایی وګړو له بېخه راوویستل.

د مشال راډيو ځايي‌خبريال ترمخه، خلکو دا بوټي ځکه وویستل چې دوی ويل دا ځمکه د دوی ده او حکومت ترې مخکې له مخکې د بوټو کښېنولو پوښتنه نه وه کړې.

تر دې وروسته خلکو مظاهره هم کړې ده. دوی تورې جنډې پورته کړې وي او په خپلو ویناوو کې یی وویل چې مونږ پر خپل ځمکې سرکاري قبضه نه منو.

د خیبر ضلعي انتظامیې ویلي دوی د باړې ځينې مشرانو په خوښه پکې دا بوټي لګولي وو او هر چا چې دا بوټي راويستلي د هغوی پر ضد به کاروايي‌کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG