د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: د حکومت ضد مظاهرو پر مهال لسګونه کسان نیول شوي


په خبروفسک ښار کې د اګست لومړۍ مظاهرې منظر
په خبروفسک ښار کې د اګست لومړۍ مظاهرې منظر

رپورټونه وايي، د اګست پر لومړۍ نېټه د روسیې په بېلا بېلو برخو کې د کرېملېن ضد مظاهرو پر مهال لسګونه کسان نیول شوي دي.

دا احتجاجونه تر هغې وروسته دوام لري چې د هېواد په شرقي سیمه کې یو ګورنر له څوکۍ لیرې او بیا یې ګرفتار کړ.

د اګست پر لومړۍ نېټه پر باراني موسم سربېره، زرګونه خلکو په خبروفسک کې د پرله پسې څلورمې اوونۍ په پای کې هم مظاهرې وکړې چې د وفاقي حکومت له خوا د ګورنر سېرګې فورګل د نیولو ضد خپله غوسه ښکاره کړي.

په خبروفسک کې د چا د نیولو رپورټونه نشته البته په روسیې کې د سیاسي ګرفتاریو د څار یوه ډله وايي، د پلازمېنې مسکو په ګډون په ۱۴ ښارونو کې په مظاهرو کې ۷۰ کسان نیول شوي.

فورګل د جولای پر نهمه تر ګرفتارۍ وروسته پلازمېنې مسکو ته انتقال شو.

چارواکي وايي، نوموړی یې په ۲۰۰۴ز او ۲۰۰۵ کې په یو شمېر وژنو کې د ککړتیا په شک نیولی دی.

د ملي لېبرل ډېموکراټ ګوند فورګل د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین د متحدې روسیې ګوند امېدوار ته د ووټونو په لوی توپیر ماته ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG