د بشري حقونو څارونکي او چارواکي وايي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوه حکومت مخالف احتجاج کوونکي وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي.
دا پېښه د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې شوې ده.
دا تاوتریخوالی د هغه احتجاج بیا پیلېدو خطر پیدا کړی چې د ۲۰۱۹ز په اکتوبر کې په بغداد او د هېواد په جنوب کې روان وو.
د کورونا وایرس له کبله ارام شويو هغو احتجاجونو کې تر ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.
هغه احتجاجونه د حکومتي درغلیو او بې صلاحیتیو پرضد پیل شوي ول.