د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې د یو بس یرغمل کسان خوشې شول


په اوکراین کې یوه کس د مساپرو بس نیولی وو.
په اوکراین کې یوه کس د مساپرو بس نیولی وو.

د اوکراين امنيتي ځواکونو د جولای ۱۲مې شپې مهال هغه سړی ونيو چې په یوه مساپر وړونکي بس کې یې ۱۳ کسان یرغمل کړي ول.

د جولای پر ۲۱مه ۴۴ کلن مکسيم کريوش چې د دماغي ناروغۍ سابقه لري او وسله هم ورسره وه، په بس کې ناست خلک یې يرغمل کړل.

نوموړي د حکومت خلاف نعرې وهلې خو په مذاکراتو کې يې غوښتنه دا وه چې د اوکراين ولسمشر دې خلکو ته د څارويوو د حقونو په اړه د يوې ډاکومينټري (مستند فلم) کتلو ووايي.

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي همداسې وکړل خو د دې سړي تر نيول کېدو وروسته يې دغه ويډيو له خپله فېسبوکه ليرې کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG