د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په نیو هیمپشر کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین ځنډولی


ټرمپ په نیو هیمپشر کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین د نه کولو پرېکړه کړی. (ارشیف)
ټرمپ په نیو هیمپشر کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین د نه کولو پرېکړه کړی. (ارشیف)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۱مه په نیو هیمپشر ریاست کې د ولسمشرۍ انتخاباتي کمپاین جلسې د نه کولو پرېکړه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کورونا وایرس کېسونو زیاتېدو په صورتحال کې پر وبا د کنټرول حاصلولو هڅې کوي.

چارواکو وویل، د یوې یا دوه اوونیو لپاره د کمپاین جلسې د ځنډولو فیصله د کورونا وایرس له کبله نه ده شوې بلکې لامل یې یو راتلونکې طوفان دی.

ولسمشر ټرمپ په نومبر کې د صدراتي انتخاباتو مخکې درې اوونۍ وړاندې د اوکلاهوما ریاست په ټلسه ښار کې جلسه وکړه.

د جلسې زیاترو ګډونوالو د ماسکونو اچولو او خلکو ترمنځ د سماجي فاصلې اصول له پامه غورځولي وو.

په ښار کې د جلسې دوه درې اوونۍ پس د کورونا وایرس کېسونه زیات شول.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم په دغه هیواد کې د جولای پر ۱۰مه د کورونا وایرس کېسونو کې له ۶۳۰۰۰ زیاتوالي سره د وایرس کېسونو مجموعي شمېر درې اشارعیه یو میلیون ته ورسېد.

په دغه هیواد کې له وایرسه ۱۳۴۰۹۷ کسان مړه شوي خو تر نهه لکه ۳۸ زره زیات کسان ترې بېرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG