د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وایرس پېښې پر زیاتېدو دي: ډبلیو اېچ او


د نړۍ په کچه د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.(ارشیف)
د نړۍ په کچه د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.(ارشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د جولای پر ۱۰مه د نړۍ په کچه د کورونا وایرس د یو وار بیا زیاتیدو راپور ورکړ چې له مخې یې په امریکا، هند او جنوبي افریقا کې زیات خلک پرې اخته شوي دي.

یاد سازمان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې د نړۍ په کچه د کوویډ ـ ۱۹ پېښې یو په دوه زیاتې شوې او هره ورځ په اوسط ډول د ۲۲۸ زرو نه د زیاتو کسانو په بیمارېدو ټوله شمېره ۱۲ اعشاریه درې میلیونو ته پورته شوې ده.

همدا رنګه نېږدې پنځه لکه ۵۷ زره کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هلته په امریکا کې د واشنګټن پوهنتون یوې نمونیې وړاندوینې کې ویل شوي، په عام محضر کې د ماسکونو استعمال د کورونا وایرس یو بل ته د لګېدو پېښې اتیا په سلو کې او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ د مړینې کچه ۶۰ په سلو کې کمولای شي.

د جانز هاپکېنز د جولای پر ۱۱مې تازه شمېرې ښايي چې په ټوله نړۍ کې پر کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۲.۵ میلیونو ته نېږدې شوی دی.

کورونا تر ټولو زیات کسان په امریکا، برازیل، هند او روسیه کې وهلي دي.

د جانز هاپکېنز د معلوماتو له مخې تر دې مهاله کویډ ۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې نېږدې پنځه لکه او ۶۰ زره کسان وژلي خو څه کم اووه میلیونه ترې بیرته ښه شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG