د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د یو ځايي مشر کورونه ړنګ کړل شوي


د جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې د ځليخېل وزیر قبایلو لښکر د یوه ځايي وګړي محمد رحمان درې کورونه ړنګ کړي دي.

محمد رحمان جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې دغه کورونه او ځمکه يې د پلار نیکه قبضه ده خو لښکر يې ترې د یو حکومتي ټرمینل لپاره اخېستل غواړي او دې يې ورکولو ته اماده نه دی.

نوموړی زیاتوي پوځ، امنیتي ادارې او انتظامیه ویني چې لښکریان له وسله سره راځي او کورونه ړنګوي خو پرضد يې اقدامات نه کوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر شوکت علي مشال رادیو ته ویلي دا دوی قامي معامله ده او که چیرې محمد رحمان د دې پرضد پولیسو ته راپور ورکړي، نو پولیس به کاروايي کوي.

سره د دې چې قبایلي ضلعو ته د پاکستان عادي قانون غځول شوی دی، بیا هم د ځايي خلکو په وینا دغلته جرګې او قبایلي لښکرې فعالې دي او په خپله خوښې د خلکو معاملې فیصله کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG