د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچينې: په اسټريا کې وژل شوی تن د چيچن مشر منتقد وو


مامېخن عمروف
مامېخن عمروف

سر چينې وايي هغه روسی پناه غوښتونکې چې د جولای په څلورمه د اسټریا سر ښار ویانا سره نیزدي وژل شوی، پخوانې چيچنایي بيلتون پال او د چيچنیاي مشر رمضان قديرووف منتقد وو.

بهر ميشته چيچنيانو کې یوې سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې وژل شوې ماميخن عمرووف د ویانا د انزور په نامه پيژندل کيدو. بلخوا اسټریايي چارواکو د هغه د شناخت په اړه صرف دومره ويلي چې یو ۴۳ کلن روسي پناه غوښتونکی له ویانا بهر د يو بازار د ګاډو د تم ځای سره ويشتل شوی دی.

د ابتدايي مالوماتو له مخه ماميخن په سر ويشتل شوی وو او د امبولانس د راتګ نه مخکې يې ساه ورکړې وه. له دې وژنې څو ساعته پس اسټریايي چارواکو د پيښې د ځايه ۲۰۰ کلوميټره لرې په لينځ ښار کې يو مشکوک کس نيولی او وايي چې روسي وګړی دی.

پوليس وايي د وژنې د سبب معلومولو لپاره يې پلټنې روانې دي.

په ویانا کې د روس سفارت يو ویاند، د روس سر کاري خبري اژانس تاس ته ويلي دي چې تر دا مهال دوی سره چا د دې پيښې په اړه رابطه نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG