د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي یو عدالت د بشري حقونو څلور غړیو ته د بند سزا اورولې


 د بشري حقونو څلور فعالانو ته له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تور د بند سزا.
د بشري حقونو څلور فعالانو ته له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تور د بند سزا.

د ترکي په استنبول کې یو عدالت د بشري حقونو څلور فعالانو ته له ترهګرۍ سره د تړلو جرمونو په تور د بند سزا اورولې ده.

په دوی کې دوه په ترکیه کې د بخښنې نړیوال سازمان پخواني مشران (ډایریکټران) هم دي.

دغه فعالانو ته له دوه کاله تر اووه کاله د بند سزاګانې اورول شوي دي.

عدالت اووه نور فعالان له تورونو بري کړي هم دي.

د حقونو دفاع کوونکیو دا په ترکیه کې د بشري حقونو لپاره یوه ضربه بللې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان استازي انډریوګارډنر د جولای پر درېیمه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې په همکارانو يې بېځایه تورونه پورې کړل شوي دي او درې کاله د مقدمې چلولو وروسته يې هم په اړه ثبوتونه نه دې وړاندې کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG