د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال په کونړ کې د هندواڼو پالېزونو بر ډېر زیات شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.

د کونړ کرنې رئیس نجیب ‌الله عادل د جولای پر لوموړۍ نېڼه مشال راډیو ته وویل:

"سږ کال په کونړ کې پر نېږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات ‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي."

د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG