د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: په غزني کې لس وسله وال ووژل شول


پخوانی تصویر: افغان ځواکونه
پخوانی تصویر: افغان ځواکونه

افغان چارواکي وايي، د جون ۲۸مې پر ماسپښين وسله والو طالبانو د غزني ولایت د دیک ولسوالۍ په اړونده سیمه کې پر افغان ځواکونو برید وکړ چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۰ وسله وال ووژل شول.

نن د یکشنبې په ورځ په پکتیا کې د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر جګړن ایمل خان مومند مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو یاد برید پر افغان ځواکونو د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې وکړ چې د افغان هوايي ځواکونو په ملتیا په شاه وتمبول شو.

ده زیاته کړه، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د وسله والو دوه موټر او یوه دهشکه هم له منځه تللې ده او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG