د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن دوه کارکوونکي وژل شوي


کابل کې د بشري حقونو کمېسیون دفتر
کابل کې د بشري حقونو کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن دوه کارکوونکي د جون پر ۲۷مه په کابل کې په یوه بمي بريد کې وژل شوي دي.

کمېشن په یو بیان کې وویل چې دواړه کارکوونکي نن سهار هغه وخت ووژل شول چې په موټر کې یې نصب شوي باردو و چاودیدل.

کمېشن وايي، د بشري حقونو مبارزان په نښه کول د زغملو وړ نه دي او دا عمل په وسله والو شخړو کې د جنګي جرمونو په زمره کې راځي.

په بیان کې ویل شوي چې مخکې هم د دوی کارکوونکي د هدفي بریدونو ښکار شوي دي.

له دې پېښې څه کم یوه اوونۍ وړاندې د کابل په اطرافو کې په وسله وال برید کې د لوی څارنوالي دوه څارنوالان او درې نور کارکوونکي وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG