د پکتیا ځایي چارواکي وایي، وسلهوالو مخالفبنو په څمکنیو ولسوالۍ کې یو افغان سیک چې نادان سینګ نومېږي تښتولی دی.
نادان سینګپه سوېل ختیځ زون کې د افغان سیکانو د درمسالونو د بیارغونې او ساتنې سمبالوونکی و چې د چارواکو په وینا، له پولیسو سره له همغږۍ پرته څمکنیو ته تللی و.
د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان سیکـ څلور ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و چې د بنګښ له سیمې وتښتول شو.
هغه زیاته کړه: "دی دلته خپل یوه مقدس ځای یا زیارت ته څلور ورځې مخکې راغلي وو، هماغه وخت تښتول شوی دی، زموږ ملي امنیت او پولیس پلټنه کوي، دوی تېروتنه کړې، پخوا به چې دوی دلته مذهبي مراسمو ته راتلل، موږ بهیې خبرولو، دا سرحدي سیمه ده، د «ای.اېس.ای» تحرکات هم ډېر دي."
ولسوال وایي، دوی په دې تړاو پنځه مشکوک کسان نیولي او په وینا یې ګمان کوي، هغو وسلهوالو به تښتولی وي چې د پاکستان د استخباراتو ملاتړ ورسره دی.