د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې ۱۲ سرتېري وژل شوي


جوزجان ولايت
جوزجان ولايت

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې پر يوه پوسته حمله کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي.

د جوزجان ولايت والي وياند اذر جوزجاني نن [د جون پر ۱۷مه]، وويل چې په اقچه ولسوالې کې په بريد کې پنځه سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د دوی په خبره وسله والو څلور سرتېري يرغمال کړي دي.

د ولايت والې يو بل وياند معروف اذر وايي، وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل چې په نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد ذمه واري منلي خو ويلي يې دي چې په نښه کې مرګ ژوبله له دې زياته ده.

بلخوا په کندوز ولایت کې د وسله والو په بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي.

د کندوز د پوليسو مشر فقير محمد ترمخه وسله والو د ملي اردو پر پوسته بريد کې اوه سرتېري ژوبل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG