امريکا د پاول ويلان د سمدستي خوشي کولو غوښتنه کړې او غږ يې کړی چې د جاسوسۍ په تور د دغه پخواني امريکايي عسکر محاکمه او له هغه سره چلن هيبتناک دی.
د مسکو يوه عدالت د جون پر ۱۵مه ويلان په ۱۶ کاله بند سزا کړ.
دا اورېدنه د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي او د شهادتونو د پټو اسنادو له کبله د بندو دروازو تر شا وشوه.
په روس کې د امريکا سفير دغه جريان په عدالت ملنډې وبللې او د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو بيا ويلي چې دغې اورېدنې هغه غوسه کړی او د ده په وينا امريکا ژوررې اندېښنې لري چې ويلان له عادلانه محکمې محروم کړل شوی دی.
د نوموړي په وينا روس بايد د خپلو نړيوالو بشري حقونو لوازمات سر ته ورسوي.
بلخوا د روس بهرنيو چاررو وزارت د ناانصافۍ او زياتې سختۍ ادعاوې رد کړي دي.
د امريکا پخوانی عسکر ۵۰ کلن پاول ويلان د ۲۰۱۸م کال په ډېسېمبر کې په مسکو کې نيول شوی و او د سږ کال ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې يې مقدمه پيل شوه.
هغه پر ځان له لګېدلو ټولو تورونه انکار کړی دی.