د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ویلي، له عراقه د پوځیانو ویستلو ته ژمنه ده


په عراق کې میشت امریکايي پوځیان. انځور له ارشیفه
په عراق کې میشت امریکايي پوځیان. انځور له ارشیفه

دا ژمنه د عراق او امریکا ترمنځ د جون پر۱۱مه د ویډیو له لارې د ستراتیجیکو مذاکراتو وروسته مخې ته راغلې ده.

د مذاکراتو وروسته په یو شریک بیان کې ویل شوي چې له عراقه د امریکايي پوځیانو د ویستلو لړۍ به روانه وي.

سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د مهم ایراني کماندان قاسم سلیماني د وژنې وروسته د عراق پارلېمان غړیو هم د امریکايي سرتېرو د ویستلو غوښتنه کړې وه.

په شریک بیان کې ویل شوي چې د اسلامي دولت خطر له مینځه وړل شوی، نو پوځیان ځکه ویستل کېږي.

په بیان کې د پوځیانو شمېرې یا ویستلو نېټې په اړه تفصیل نه دې ورکړل شوی او بس دومره ویل شوي چې دا کار به په راتلونکو میاشتو؛ کې ترسره کېږي.

امریکا ټینګار کړی چې په عراق کې مستقل پوځي حضور نه غواړي او عراقي حکومت ویلي چې د هغه ځواکونو حفاظت ته ژمن دی چې د اسلامي دولت پر ضد د امریکايي پوځي ایتلاف برخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG