د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د تېلو ټېنکر اور اخیستی، شپږ تنه ژوبل ګڼ دوکانونه ویجاړ


په کوټه کې د پېټرولو ټېنکر د اوښتو له کبله په لګيدلې اور کې شپږ کسان ژوبل شوي او شاو خوا ۳۵ دوکانونو ته تاوان رسېدلی دی.

د مشال راډیو خبريال وايي دغه ټېنکر تیر شپه ناوخته د سریاب کسټم په سیمه کې له کراچه د کوټې پر لور راوان وو چې واوښت.

بلخوا د کوټې د شار ولۍ د اوور وژنکې څانګې مشر عبدالخالق اڅکزي مشال راډیو ته ویلي دي چې اور يې تر نن سهاره پورې مړ کړ خو پر دغه مهال درې اوروژنکي هم په اور ټپیان شوي دي.

چارواکو تر دې دمه د لارۍ اوښتو علت نه دی ښودلی خو په تېر وختونو کې په بلوچستان کې د خرابو سړکونو له امله يو شمېر ټرافيکې پېښې رامنځته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG