د افغانستان کورنیو چارو وزارت ځلا ځاځۍ نومې افسره د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو ضد مبارزې مدیریت مشره ګومارلې ده.
نن دوشنبه د خوست امنیې قوماندانۍ کې د خپلې دندې ورسپارلو ورسته ځلا ځاځۍ په خپلو خبرو کې وویل چې د ښځو په برخه کې د خوستوالو خدمت ته تیاره ده.
''غواړم له دې ادارې څخه د خوست ولس او په تېره د ښځو لپاره د خدمت جوګه وګرځم.''
دوهم څارن ځلا ځاخۍ د ترکیې هېواد د پولیسو په یو روزنیز مرکز کې خپلې زده کړې کړي دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ دامنیت امر نجیب الله عیني د ځلا ځاځۍ د پېژندنې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د دې ګام هرکلی کړی او هیله يې ښودلې، چې دا ډول ګمارنې به په ټولنه کې د ښځو برخې ته د پولیسو د خدمت په برخه کې ګټورې تمامې شي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې له وړاندې هم ځینې د لوی عمر لرونکې ښځې دندې لري، چې ډیری يې د ښځو د تلاشیو په برخه کې کار کوي.