د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه وايي په شمالي افریقا کې د القاعده مشر وژل شوی


د فرانسې دفاع وزیره فلورینس پارلې
د فرانسې دفاع وزیره فلورینس پارلې

د فرانسې دفاع وزیر فلورینس پارلی وايي، په شمالي افریقا کې د القاعده وسله والې ډلې د څانګې مشر په مالي کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

پارلې د جون پر پنځمه پر ټویټر پاڼه ولیکل چې د جون پر درېیمه د فرانسې پوځي ځواکونو د خپلو ځايي ایتلافیانو په مرسته د القاعدې مشر عبدالمالک دروکدیل او د هغه ځینې نور نېږدې ملګري د مالي په شمالي برخه کې د عملیاتو پر مهال وژلی دی.

د القاعدې اسلامي مغرب څانګه د مالي په شمالي برخه نایجر، موریتانیا او الجیریا کې فعالیت کوي.

په الجیریال کې زیږېدلی دروکدیل د نسلي تواریګ یاغیانو لخوا د مالي په دریو کې دوه برخې قبضه کولو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه خو بیا د فرانسوي پوځ په کاروايي سره په ۲۰۱۳م کال کې دغه ډله په شا وتمبول شوه.

خو له هغې وروسته دغه ډله یو وارې بیا منظمه شوې او خپل نفوز یې پراخ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG