د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

د هرات حوزوي روغتون ۶۰ سلنه کارکوونکي کورونا وهلي

ارشیف

د افغانستان هرات ولایت حوزوي روغتون مسئولان وایي، د دوی ۶۰ په ۱۰۰ کې کارکوونکي په 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي، له همدې کبله دوی د روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوي او که د کورونا پیښې زیاتې شي، روغتیایي خدمتونه به ټکني شي.

د هرات حوزوي روغتون شاوخوا ژر تنه کارکوونکي لري.

د دغه روغتون د سوځېدنې څانګې ټول کارکوونکي کورونا نیولي، حال دا چې د مسولینو په خبره د انتاني څانګې سم نیمایي او د داخلې او جراحي څانګو ۳۰ سلنه پرسونل دا وایرس لري.

د هرات روغتیایي مسولان اوس لاس په کار شوي چې په رضاکاره ډول روغتیایي کارکوونکي وګماري.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

وزیر اعظم عمران خان سبا له قامي اسمبلۍ د باور رایه اخلي

عمران خان وايي، که د هغوی ملاتړ ورته نه و حاصل نو هغه تیار دی چې د اپوزیشن پر څوکیو کېني.

د پاکستان وزیراعظم سبا ( د مارچ پر شپږمه ) له قامي اسمبلۍ د باور رایه اخلي.

د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې عمران خان دا څرګندونې بېګا قام ته په وینا کې کړي.

نوموړي ویلي، د عدم اعتماد د رایو بهیر به په شکاره کېږي او حتی د هغوی د ګوند تحریک انصاف غړي هم کولی شي، د هغه خلاف رایه ورکړي.

نوموړي وویل، که د هغوی ملاتړ ورته نه و حاصل نو هغه تیار دی چې د اپوزیشن پر څوکیو کېني.

بل پلو، د اپوزیشن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نوموړي تر وینا وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د باور رایې پرېکړه به عمران خان نه بلکې پاکستان جمهوري غورځنګ کوي.

عمران خان ملت ته په وینا کې د سېنېټ انتخاباتو پر سر پر انتخاباتي کمېشن او اپوزیشن انتقاد کړی دی.

نوموړي بېګا ولس ته په وینا کې تور پورې کړ چې اپوزیشن په پیسو د پارلېمان د ځینو غړو ووټونه اخیستي.

د سېنېټ ټاکنو وروستۍ پایلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

الېکشن کمېشن د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو ډان ورځپاڼه خبر ورکوي چې کمېشن نن پر دې موضوع غونډه کوي.

نمل پوهنتون اسلام اباد کې نښته: یو زده کوونکی وژل شوی، پینځه ژوبل

پولیسو او د پوهنتون انتظامیې دا نه دي ویلي چې د زده کوونکو ترمنځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي وجه څه وه؟ خو ویل کېږي چې د محصلینو د دواړو ټولنو ترمنځ له پخوا اختلافات وو.

د اسلام اباد کې په نمل پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د مارچ پر څلورمه شپه نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو زده کوونکی وژل شوی او پینځه نور ژوبل شوي دي.

د نعمان دانش په نوم د نمل پوهنتون یو زده کوونکي نن( د مارچ پر پنځمه) مشال راډیو ته وویل، دا جګړه د پښتون کونسل او د سرایکي کونسل د غړو ترمنځ شوې ده.

د نوموړي په وینا، وژل شوی طالب علم عبدالحق د کرک اوسېدونکی وو.

پولیسو او د پوهنتون انتظامیې دا نه دي ویلي چې د زده کوونکو ترمنځ د تاوتریخوالي وجه څه وه؟ خو ویل کېږي چې د زده کوونکیو د دواړو ټولنو ترمنځ له پخوا اختلافات ول.

له پېښې پس لاهم پولیسو هېڅوک نه دی نیولی. په پوهنتونونو او کالجونو کې ډېری وخت د بېلا بېلو تنظیمونو ترمنځ نښتې کېږي.

عدالت پر کابل پوهنتون برید کې ککړ تن ته د مرګ د سزا حکم تایید کړی

په افغانستان کې یوه عدالت پر کابل پوهنتون په وسله وال برید کې د ککړتیا په تور یوه کس ته د مرګ د سزا حکم تایید کړی.

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر دویمه پر کابل پوهنتون په حمله کې ۲۲ کسان ووژل او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم د مارچ پر څلورمه ماښام مشال راډیو ته وویل چې په بګرام زندان کې د ترهګرو جرمونو د څېړنې استیناف عدالت پر کابل پوهنتون د برید کولو او د حملې د پلان جوړولو پر سر د عادل نومي کس د مرګ سزا تایید کړه.

د نوموړي په خبره، عادل د آرش او طلحه په نومونو هم پېژندل کېږي.

قویم وايي، تر دې مخکې یوه ابتداییه عدالت عادل ته د مرګ سزا اورولې وه.

ده زیاته کړه چې د استیناف محکمې په نورو ترهګرو بریدونو کې د ککړتیا په تور د عادل د ملګري عبیدالله چې په حماد مشهور دی، د مرګ سزا هم پر ځای وساتله.

د بې پولو خبریالانو ټولنې افغانستان کې د خبریالانو د وژنو درولو غوښتنه وکړه

د انعکاس ټېلېوېژن د یوې کارکوونکې د کورنۍ غړي یې تابوت کور ته وړي - د ۲۰۲۱ز د مارچ درېیمې انځور.

د بې پولو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنو د بندېدو غوښتنه کړې.

د دې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني د مارچ څلورمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو او عملي اقداماتو اړتیا ده.

په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو له کبله اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوي چې د مارچ پر دویمه په جلال اباد کې په دوو جلا حملو کې د انعکاس ټېلېوېژن درې کارکوونکې ووژل شوې.

د دې بریدونو ذمه واري وسله والې ډلې داعش منلې.

معیني زیاته کړه چې افغان حکومت، امریکا، جرمني او فرانسه دې د جرمونو د نړیوال عدالت په پلټنو کې د دې جنایتونو د ورشاملولو په موخه د بې پولو خبریالانو د ټولنې د غوښتنې ملاتړ وکړي.

له ۲۰۲۰ز کال راهیسې په افغانستان کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي په ګډون لږ تر لږه ۱۰ خبریالان وژل شوي.

پوپ فرانسېس وايي، د یوه زیارتي په توګه د عراق په سفر دی

د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه دېواله د پوپ فرانسېس انځور.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د مارچ له پينځمې څخه د عراق په څلور ورځني سفر دی او ویلي یې دي چې هغه جګړه ځپلي او د مسلمانانو اکثریتي هېواد ته د "سولې د یوه زیارتي" په توګه ورځي.

۸۴ کلن پادري د مارچ څلورمې پر ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دی به د "نورو دینونو وروڼو او خویندو" ته د دوستۍ لاس ورکړي او په عین وخت کې به په تېرو لسیزو کې د عراق د عیسویانو د لویو کړاوونو یادونه هم وکړي.

پوپ فرانسېس عراقيو خلکو ته په پیغام کې ویلي چې ورسره د "ملاقات هیله"لري چې د هغوی "څهرې وویني" او د هغوی "خاورې او د لرغوني او لوی تمدن مرکز" ته ورشي.

دا یو کال مخکې د کورونا وایرس جهاني وبا له پیلېدو راهیسې د پوپ فرانسېس لومړی بهرنی سفر دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د مارچ تر اتمې پورې په عراق کې په یو شمېر غونډو کې برخه واخلي.

د پوپ تر ورتګ مخکې په پلازمېنه بغداد کې د هغه د هرکلي لوحې لګېدلي او د شیعه ګانو په سپېڅلي ښار نجف کې یې یو انځور ځړېدلی چې ورباندې په عربۍ ژبه "د واتیکان بابا" لیکل شوي.

د کورونا وایرس پېښو پس د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم سيزن پرانسته د فبرورۍ پر ۲۰مه په کراچۍ کې شوې وه چې  تراوسه پکې ۱۴ مېچونه شوي دي.  

د پاکستان کرکټ بورډ نن(د مارچ پر څلورمه) په خپله اعلاميه کې ويلي، د اسلام اباد يونايټډ، کوټه ګلېډيېټرز او لاهور قلندر د اوو لوبغاړو کورونا ټېسټونه مثبت راتللو وروسته د ليګ نورو ميچونه د ځنډولو فيصله يې وکړه.

د مارچ پر لومړۍ نيټه د اسلام اباد یونايټډ او کوټه ګلېډيېټرز ترمنځه له سیالۍ وړاندې د اسلام اباد يونايټډ لوبغاړي فواد احمد د کورونا ټېسټ مثبت راغلې وو، له هغې وروسته د نورو لوبغاړو ټېسټونه وشول.

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم سيزن پرانسته د فبرورۍ پر ۲۰مه په کراچۍ کې شوې وه چې تر اوسه پکې ۱۴ مېچونه شوي دي.

تر دې وړاندې د پروسږ کال په مارچ مياشت کې هم د سوپر ليګ د پنځم سيزن ځينې اخري لوبې د کورونا وبا له کبله ځنډول شوې وي.

د افغانستان سولې بهیر په اړه د نړیوال کانفرانس وړاندیز

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر درېیمه په کابل کې له افغان مشرانو سره خپلې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، هېواد د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په باب د یوه نړیوال کنفرانس جوړیدو وړاندیز کړی چې د افغانستان سولې د خبرو د ګړندي کولو په موخه دې یو نړیوال کانفرانس وغواړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر درېیمه په کابل کې له افغان مشرانو سره خپلې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.

د نوموړي دا سفر د سولې ځنډېدلو خبرو د بحالۍ او د تاوتریخوالي پېښو مخنیوي په هدف و.

خلیلزاد په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو مهمو مشرانو سره په دې موخه وکتل چې څرنګه وکولای شي له طالبانو سره د سولې خبری ګړندۍ کړی.

هغه به د طالبانو له مشرانو سره ګوري او هغوی ته به دغه پلان وړاندې کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د یوې پر-لیکه خبري غونډې پر مهال ویلي، د ملګرو ملتونو په دغه کانفرانس کې به د پاکستان او ایران په ګډون سیمه ییزه هیوادونه هم برخه لري.

په میانمار کې ۳۸ مظاهره کوونکي وژل شوي

په برما کې مظاهرې

په میانمار کې د مارچ درېیمه نېټه له تاوتریخوالي ډکې کارروایۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د میانمار استازې کرستېن برګنر ویلي، له کله نه چې پوځي کودتا شوې، دا تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

نوموړې ویلي، تر دې وړاندې تېره میاشت هم له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي ول.

په میانمار کې د کودتا ضد مظاهرې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:57 0:00

د عیني شاهدانو له قوله او همدارنګه د خپرو شوو ځینو ویډیويي کلیپونو ښکاري چې پولیسو د مظاهره کوونکو خلاف اوښکې بهوونکی ګیس او ربړي مردکۍ استعمال کړي او همدارنګه د هغوی د خورولو لپاره یې په بېلابېلو ښارونو کې ډزې هم کړې دي.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهېسې چې میانمار کې د یوې لسیزې ډیموکراسي د پوځي کودتا له وجې پای ته رسېدلې، یاد هیواد نېږدې هره ورځ د مظاهرو شاهد وي.

کونړ کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ناسته جرګه

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه چې پکې له دواړو غاړو نهه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي ول.

دښمنې د ځمکې او ځنګل پرسر رامنځته شوې وه.

د ولایت خان او خانزمان ملک د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په جرګه کې د کونړ له بېلابېلو سيمو په لسګونو قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د جرګې غړي حاجي شېر محمد وايي، دوی (ولایت خان او خانزمان ملک) د دښمنۍ ختمولو لپاره ډېرې هڅې وشوې او قومي مشران په دې خوښ دي چې دواړو غاړو يې پرېکړې ومنلې.

په کونړ او د هېواد په نورو برخو کې داسې ډېرې شخصي دښمنۍ شته چې له امله يې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لا هم د یو بل مرګ ته ګوته په ماشه دي.

خلک وايي، د ټولو سيمو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو کسانو ته په کار دي چې د دغه ډول بدبېنیو او دښمنیو د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.

'اسرایل له خپلو ملګریو عرب هېوادونو سره یو ګډ امنیتي سیسټم جوړوي'

وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو

اسرایل اراده لري چې له خپلو نویو ملګریو عرب هېوادونو سره د امنیت یو شریک نظام مخې ته راوړي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور تر مخه، د اسرایلو د دفاع وزیر بیني ګانټز ویلي دي چې له ملګرو عرب هیوادونو سره به امنیتي اړیکې پر مخ بوځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا کومه دفاعي لوظنامه نه ده بلکې د امنیت یو شریک انتظام به رامینځ ته کوي.

متحده عرب اماراتو او بحرین تیر کال له اسرایلو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي. د اسرایلو لپاره د متحده عرب اماراتو لومړی سفیر محمد الخاجه د خپلې دندې سمبالولو وروستو د مارچ پر دویمه د اسرایلو له وزیراعظم بین یامین نتنیاهو سره ولیدل.

وزیراعظم نتنیاهو د اماراتو سفیر ته د هرکلي پر مهال وویل چې"موږ منځنې ختیځ او نړۍ بدلوو"

اسرایلو روان کال د جنورۍ په میاشت کې په ابوظهبي کې خپل سفارت پرانستی دی.

وسله والو په کابل کې استاد مولوي فایز په ډزو وژلی

وسله‌والو نن چهارشنبه ګهیځ مهال د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز وژلی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، مولوي فایز نن سهار د لمانځه لپاره جومات ته پر لار وو چې وسله‌والو پرې ډزې کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د‌ ویاند په خبره، د‌ پېښې د‌ لا روښانتیا لپاره څېړنې پیل شوي دي.

تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا نه دی منلی.

بې پولې خبریالانو د سعودي پر لوړ پوړیو چارواکو جنايي شکایتونه درج کړي

ياد سازمان دغه سعودي چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې په استنبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

بې پولې خبریالانو سازمان په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایتونه کښلي.

ياد سازمان دغه سعودي چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې په استنبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

دغه شکايت چې پر ۵۰۰ مخونو مشتمل دی، د مارچ پر لومړۍ نېټه د جرمني په یوه فيډرالي عدالت کې له لوی څارنوال سره درج کړل شو.

د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم پورې شوی چې تر ۳۰ زیاتو خبريالانو په غېرقانوني نیولو کې هم لاس لري.

د جرمني د څارنوال دفتر ويلي چې دوی په دغه اړه شکايت تر لاسه کړی او د دې د قانوني او واقعي وړتيا ارزونه کوي.

شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي په وژنه کې هر ډول لاس لرل رد کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د فېبرورۍ پر ۲۶مه د امریکا یوه غېرمخفي استخباراتي ارزونه خپره شوه چې پکې ویل شوي و چې د خاشقجی د وژنې یا نیولو عملیات د شهزاده محمد بن سلمان په فرمان شوي ول.

د نوالني د مرګ اقدام په تړاو پر روسیو چارواکو د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه

د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ په مسکو کې د روسي پولیسو له خوا نیول شوی.

امریکا او اروپايي ټولنې د روسي اپوزيشن رهبر الېکسي نوالني د مسمومولو او بندي کولو پر ضد پر لوړ رتبه روسي چارواکو همږغي شوي بندیزونه اعلان کړي.

واشنګټن د مارچ پر درېیمه وويل چې پر اوو روسي چارواکو له هغې باوري استخباراتي ارزونې وروسته بنديزونه لګوي چې څرګندونه پکې شوې وه چې د روسيې د امنيتي خدماتو فيډرالي ادارې چارواکو د ۲۰۲۰ز کال په اګست مياشت کې نوالني ته په زهر ورکولو کې لاس درلود.

په ورته اقدام کې اروپايي ټولنې هم د روسیې پر څلورو لوړ رتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل چې زياتره يې امنيتي او استخباراتي چارواکي دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې چارواکو ویلي، واشنګټن پر هغو ۱۴ شرکتونو هم محدودیتونه لګوي چې له روسیې سره د بیالوژیکي او کیمیاوي موادو په تولید کې دخیل ول.

په هغوی کې د روسیې نهه تجارتي شرکتونه هم راځي. هلته په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، که د هر چا له خوا بندیزونه لګول کېږي، دا اقدام اړیکې لا پېچلې کوي.

بېګا ماښام د سوپرلیګ لوبه اسلام اباد یونايټېډ له کویټه ګلېډیېټرز وګټله

د پاکستان شپږم سوپرلیګ کرکټ سياليو په ۱۲مه لوبه کې د سېشنبې ماښام اسلام اباد یونايټېډ کویټه ګلېډیېټرز ته ماتې ورکړې.

په کراچي سټېډيم کې دغه ۲۰ اووريزه لوبه کې کويټه ګلېډیېټرز د اوو لوبغاړو سوځېدلو پر سر ۱۵۶ منډې جوړې کړې خو اسلام اباد يونايټېډ يوازې د څلورو لوبغاړو په ورکولو سره په ۱۷م اوور کې هدف تر لاسه کړ او لوبه يې وګټله.

په دغو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ سيالۍ به کېږي.

نن به کراچي کينګز له پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز به له ملتان سلطانز سره لوبه کوي.

د سوپر ليګ پايلوبه به د مارچ پر۲۲ مه په لاهور کې کېږي.

د مومندو ضلعي محرر عبدالحمید په وسله وال برید کې وژل شوی

د مومندو سیمه

په مومند کې ناڅرګنده وسله والو د ضلعي انتظاميې د دفتر محرر عبدالحميد وژلی دی.

د مومند پولیسو په وینا عبدالحمید د سېشنبې ماځیګر د لکاړو تحصيل څخه خپل کور ته روان وو چې په دانشکول سیمه کې موټرسایکل سپرو کسانو ډزې ورباندې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

عبدالحمید د امبار تحصیل اوسېدونکی و. د هغه پلار ملک عزت خان د پخواني امن لښکر مشر و.

پولیس وایی، دوی د پیښې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې له څه مودې راهيسې په هدفي وژنو کې زياتوالی راغلی دی.

اسلام اباد: د پولیو ضدکارکوونکيو احتجاج

اسلام اباد: د پولیو ضدکارکوونکيو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

له ټول پاکستانه اسلام اباد ته ورغليو د پولیو وایرس ضد کارکوونکيو احتجاج پېل کړی دی.

دوی وايي، د صحت نړیوالې ادارې د ګوزڼ ضد ۸۵۰ کارکوونکي له نوکریو لېرې کړي دي.

دا احتجاج چې د مارچ پر دويمه پېل شوی ګډونوال يې وايي، تر هغو به دوام لري تر څو د دغو کسانو نوکریانې نه وي بحال شوې.

په دې اړه يو احتجاج کوونکي عابد پرويز مشال راډیو ته وويل چې بغېر له څه وجې دوی بې روزګاره کړل شوي دي.

بلخوا د صحت نړیوالې ادارې چارواکيو احتجاج کوونکيو ته ویلي چې احتجاج دې ختم کړي او دوی به ورته نور روزګارونه برابر کړي خو احتجاج کوونکي ورسره دا خبره نه مني.

د صحت نړيوالې ادارې چارواکي وايي، دا کسان چې د يوې غېر دولتي ادارې په وسيله يې ورته روزګارونه ورکړي وو، له دوی سره يې شوي قراردادونه ختم شوي ځکه يې نوکريانې هم ختمې شوې دي.

ملګرو ملتونو مشر له یمن سره مالي مرستې ناکافي بللي

انتونیو ګوترېش ويلي، کمې مالي مرستې د یمن جنګ ځپليو سره د مرګ د سزا په معنا ده. ارشېف-انځور

ملګري ملتونه وايي، د نړيوالو مرستندويو له خوا د یو اشاريه اووه اربه ډالرو د بشري مرستو ژمنې به په جنګ ځپلي يمن کې د پراخې کچې کاختۍ مخه ونه نيسي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه شوې انلاين غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش خواست وکړ چې سږ کال دې په يمن کې د پروګرامونو لپاره درې عشاريه ۸۵ اربه ډالره ورکړل شي . خو د مرستو دغه ژمنې له هغو کمې وې چې تېرکال ملګرو ملتونو ترلاسه کړې وې.

په يمن کې دا مهال د نړۍ ترټولو ناوړه بشري کړکېچ دی.ګوترېش له خبري غونډې وروسته وويل،

"په ميلينونه يمني ماشومان ښځې او سړي سختو مرستو ته اړتيا لري چې دارنګ دوی ژوند وکړي او له دوي سره په مرستو کې کمي د مرګ سزا په څېر ده"

ملګري ملتونه وايي، ۱۶ ميلينه يمنيان چې له نيمايې زياته ابادي جوړوي به له لوږې سره مخامخ شي. په دوی کې ۵۰ لکه خلک له کاختۍ ته نږدې شوي دي. په ۲۰۱۵ زکال کې په يمن کې کورونۍ چکړه پېل شوې وه چې پکې تراوسه پورې شاوخوا يو لاکه ۳۰ زره کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ لاکه بېکوره شوي دي. په دې هېواد کې ايران ملاتړي حوثي ياغيان چې سرښار ثنا او زياتره شمالي او غربي برخې په کنټرول کې لري د سعودي ملاتړي حکومت پرضد يې جګړه پېل کړې ده.

که شرطونه مې ومنل شي نوو ټاکنو ته تيار یم: ارمينايي وزیراعظم

وزیراعظم نېکول پاشینیان

د ارمینیا وزیراعظم نېکول پاشینیان د مارچ په لومړۍ نېټه ويلي، که مخالفين يې ځينې شرطونه ومني نو له وخت وړاندې پارلېماني ټاکنې کولو لپاره تيار دی.

ارمینیا چې سياسي کړکيچ پکې زيات دی، د پاشنيان او د مخالفينو ملاتړو يې په پلازمينه کې بېل بېل پراخ لاريونونه وکړل.

پاشینیان وروسته له هغه د روان سياسي کړکيچ سره مخ دی چې پوځ تيره اوونۍ د نوموړي د لرې کيدو غوښتنه وکړه، خو پاشنيان د پوځ دا غوښتنه د پوځي کودنا يوه هڅه بللې ده.

نوموړي خپلو زرګونو پلويانو ته چې د یاریوانز (Yerevan’s) سېنټرل رېپبلک سکواير کې راجمع شوي وو ته وويل، که پارلېماني اپوزيشن د وخت وړاندې ټاکنو لپاره تيار وي نو دوی هم تيار دي.

پاشینیان ، تير (۲۰۲۰) کال په ناګورونو قره باغ کې د اذربايجان او ارمينيايي ځواکونو ترمنځ د شپږ اونيو د شخړې وروسته، د پراخو احتجاجونو سره مخ دی او اپوزيشن ترې د استعفې ورکولو غوښتنه کوي.

د ګانا ولسمشر لومړی کس دی چې نړيوال کمپاين په لړ کې يې کورونا واکسين ورکړل شوي

تر دې دمه ۱.۴ میلياره ابادۍ په دغه هیواد کې ۳.۵۶ فيصده خلکو ته واکسين ورکړې شوي دي.

د ګانا ولسمشر لومړنی کس دی چې د کوواکس نړيوال کمپاين په ترڅ کې د کورونا واکسين ورکړل شو.

کوواکس چې د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د واکسین په برخه کې د مرستې نړیوال پروګرام دی، اراده لري چې د روان کال تر پای پورې به لږ تر لږه دوه میليارده خلکو ته واکسين رسوي.

په ورته وخت کې په چين کې د روغتيا ماهرين وايي، پلان لري چې سږ کال تر جون مياشتې ۴۰ فيصده خلکو ته واکسين ولګوي.

تر دې دمه یو اشاریه څلور میلياره ابادۍ په دې هېواد کې ۳.۵۶ فيصده خلکو ته واکسين ورکړل شوي دي.

په امريکا کې له ۵۰ میليونه زياتو يا ۱۵ فيصده خلکو د کووېډ-۱۹ واکسينو لږ تر لږه يو خوراک ترلاسه کړی دی خو ۲۵ میليونه وګړو ته د واکسينو دوه خوراکه ورکړل شوي دي.

په برتانیا، امریکا او کاناډا کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د واکسین په برخه کې د پرمختګ خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې په بریتانیا کې د یوې څېړنې ښوولې چې د فایزر او استرا زینېک شرکتونو واکسینونه په هغو زړو خلکو کې ښه نتېجه ورکړې چې جدي ناروغۍ لري.

ایران پر اسراییلۍ کښتۍ برید کړی: نتنیاهو

نتنیاهو دا هم وویل چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړای شي - د ارشیف انځور.

اسراییلي وزیراعظم بین یامین نتنیاهو پر ایران تور لګولی چې تېره اوونۍ یې په خلیج عمان کې د اسراییلو پر کښتۍ برید کړی وو.

نوموړي د مارچ پر لومړۍ د اسراییلو سرکاري راډیو ته وویل، دا کار بې له شکه ایران کړی وو او دا څرګنده ده.

ده زیاته کړه چې ایران د اسراییلو تر ټولو لوی دښمن دی او دی یې د مخنیوي لپاره هوډ لري.

بین یامین نتنیاهو تهران ته د غبرګون ښودلو په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې ایران په نښه کوي.

وزیراعظم نتنیاهو ویلي چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ده ویلي، ایران به نه په تړون او نه له تړونه پرته اټومي وسلې ترلاسه کړي او دا ما خپل دوست بایډن ته هم ویلي دي.

ایران د ۲۰۲۰ز په نومبر میاشت کې د خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د وژنې تور پر اسراییل پورې کړی وو او د بدل اخیستلو هوډ یې کړی وو.

منظور پښتین او محسن داوړ دې مفروران وګرځول شي: کراچۍ پولیس

ښي لاس ته منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر په قضيه کې نن د مارچ پر لومړۍ نېټه پوليسو خپل چالان (رپورټ) د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.

د کراچۍ پوليسو په چالان کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، محسن داوړ او نورو ملګرو د "مفرورانو" ګرځولو غوښتنه کړې.

عدالت د پوليسو دغه "چالان" منظور کړی او د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او نورو د نیولو وارنټ يې هم جاري کړ‎ی دی.

عدالت پوليسو ته امر کړي چې منظور پښتين، محسن داوړ او نور ملګري یې ونیسي او د روانې مياشتې پر نهم مارچ يي عدالت ته وړاندې کړي.

په مقدمه کې د پي ټي اېم د کراچۍ نورو پینځه غړي جاويد رحيم، طاهر، ابراهيم خان، نعمت الله او سرور هم نیول شوي دي.

منظور پښتین د اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته صوبه بدر

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په چمن کې د اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته له بلوچستان صوبې اېستل شوی دی.

ه منظور پښتین سره په دې سفر کې ملګري او د غورځنګ غړي بلال پښتون مشال راډیو ته وویل چې دوی له ډېره اسماعیل خان څخه د مارچ پر لومړۍ نېټه سهار اته بجې چمن ته ورسېدل.

ده وویل چې ځايي انتظامیې د فاتحې ځای ته ورپسې ورغلل او ورته ویل یې چې پر منظور پښتین بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی نو ځکه یې له صوبې باسي.

بلال پښتون وویل چې دوی د پولیسو او امنیتي چارواکو په بدرګه کې روان کړل شوي دي چې له صوبې و اېستل شي.

د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او ځیني نورو غړو بلوچستان ته پر ننوتو بندیز لګولی دی.

خو هغوی پر دې سربېره نن (د مارچ لومړۍ) د عوامي نیشنل ګوند د وژل شوي مخکښ اسد خان اڅکزي فاتحې ته په چمن کې د هغه کور ته ورغلي وو.

منظور پښتین د دې بندیزونو سره سره دوه واره مخکې هم بلوچستان صوبې ته ورغلی دی، لومړی وار د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلاسیف الله ته ولاړ او په دوهم ځل بیا په چمن کې د چمن-بولدک لارې بندېدو ضد احتجاج کې د ګډون لپاره تللی وو.

نن د پاکستان په لویو ښارونو کې ښوونځي خلاصېږي

پېښور کې نجونه ښوونځيو ته روانې دي

له حکومتي اعلان سره سم نن د پاکستان په ځینو لويو ښارونو کې تعليمي ادارې په مکمله توګه خلاصېږي.

حکومت د کورونا وبا مخنيوي په خاطر په هېواد کې ټولې ادارې تړلې وې خو تېره مياشت وفاقي او صوبايي حکومتونو په يوه غونډه کې د تعليمي ادارو د خلاصولو پرېکړه وکړه البته په کراچۍ، حېدر اباد، پېښور او لاهور کې يې په هفته کې درې ورځې د ادارو خلاصولو اجازه ورکړې وه. د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود پر ټويټر پاڼه اعلان وکړ چې د مارچ له لومړۍ نېټې به په دغو ښارونو کې هم تعليمي ادارې په هفته کې پنځه ورځې خلاصوي.

د سيند د تعليم وزير سعيد غني د فبرورۍ پر ۲۸ مه نېټه په کراچۍ کې د خبري کانفرنس پر مهال ويلي، يوازې به ۵۰ فيصده زدکوونکيو ته تعليمي ادارو د ورتګ اجازه ورکوي.

چارواکي وايي، په پاکستان د کووډ-۱۹م ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی.

د صحت څانګې د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ويبپاڼه تازه شمېرې ورکړې چې له مخې يې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ نور کسان له وبا مړه شوي، ۱۳۹۲ کسان په وايرس اخته شوي او هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۴ له ناروغی جوړ شوي هم دي.

سپریم کورټ وايي د سېنېټ انتخابات دې په پټو رایو وشي

پاکستان سپريم کورټ د سېنېټ په انتخاباتو کې په پټه د ووټونو ورکولو په حق کې رایه ورکړی دی.

د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ پینځو کسیزه جرګګۍ د مارچ پر لومړۍ نېټه د ولسمشر پر درخواست خپله رایه ورکړه او وېې ويل چې د ايين ۲۲۶مې مادې له مخې به د سېنېټ ټاکنې په پټه کېږي.

ولسمشر په خپل درخواست کې له سپريم کورټه غوښتي ول چې د ایین ۲۲۶مه ماده تشريح کړي.

دا ماده وايي چې ټاکنې به د پټو رايو له لارې کېږي خو د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند غوښتل چې د سېنېټ په راتلونکو ټاکنو کې رايې په ښکاره ورکړل شي.

سپريم کورټ د تېرې شنبې پر ورځ په دې اړه خپله فيصله خوندي کړې وه.

په پینځو کې څلورو ججانو د پټو رايو په حق کې فيصله ورکړې خو يوازې جسټس یحیا اپرېدي يې مخالفت کړی دی.

په پاکستان کې به د مارچ پر درېیمه نېټه د سېنېت ټاکنې کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، طالب قومندان د وژلي خبریال درې خپلوان وژلي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د غور ولایت چارواکي 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ويلي چې د وسله والو طالبانو يو قوماندان په غور ولایت کې د وژلي خبریال د کورنۍ درې غړي وژلي دي.

خبريال بسم الله عادل ایماق، د غور په ولایت کې د شخصي راډيو مدیر وو چې د جنورۍ پر لومړۍ نيټه نامعلومو وسله والو وژلې وو.

وسله والو د فبرورۍ پر ۲۵مه له فيروز کوه ښاره بهر د خبريال ايماق د پلار پر کور بريد وکړ. د برید ترشا وجوهات معلوم نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل چې د درې کسانو د وژنې ترڅنګ وسله والو طالبانو په برید کې څلور کسان زخميان کړي او د خبريال د کورنۍ درې نور غړي یې تښتولي دي.

کمېشن پر چارواکو غږ کړی چې د قضیه پلټنې دې وکړي. تر اوسه کومې ډلې د ایماق پر کورنۍ د برید ذمه واري نه ده منلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۶مه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي.

په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه ډیر شوي دي.

په افغانستان کې د خبريالانو سازمان (نی) په وینا په تېر ۲۰۲۰ز کال کې لږ تر لږه ۱۱ خبريالان وژل شوي دي. د افغانستان حکومت د دي ذمه پر طالبانو اچولې خو وسله واله ډله يې نه مني.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې اوس افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو ځایونو څخه دی.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG