د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار دې په وزیرستانونو کې هدفي وژنې او چادونې ودروي: میرلي جرګه


سرکار دې په وزیرستانونو کې هدفي وژنې او چادونې ودروي: میرلي جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:52 0:00

د شمالي وزیرستان د میرلي په ایدک کې د لویې جرګې برخوالو له سرکاره غوښتنه کوله چې د دوی په سیمه کې دې هدفي وژنې، چاودنې او ترهګري ختمه کړي. د جون پر دوهمه د امن په نوم دغه لویه جرګه کې

د شمالي وزیرستان د میرلي په ایدک سیمه کې جرګې له حکومته په سيمه کې د امن بحالولو غوښتنه کړې ده. د جون پر دوهمه د امن په نوم په دې لويه جرګې کې د سيمې قبايلي مشرانو، علماوو او ځوانانو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی وو. د جرګې ګډونوالو وويل چې حکومت دې د ناامنۍ مخ په زياتېدونکو پېښو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی زياته کړه چې د امن په نوم د کلونو راهيسې له خپلو سيمو بهر پاتې شوي، اوس چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي نو حقيقي امن غواړي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او بمي چاودونو غندنه وکړه او له حکومته يې د دا ډول پېښو د مخنيوی غوښتنه وکړه. که څه هم حکومت او امنيتي ادارو په سمدستي توګه د دې جرګې د غوښتنو په اړه څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې يې ويلي وو چې په سيمه کې تر ډېره حده امن پر ځای شوی او د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي لپاره له خپله بشپړه توانه کار اخلي.
XS
SM
MD
LG