د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په یو شمېر ښارونو کې ګرځبدېز لګېدلی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په امريکا کې له نيويارکه نيولې بيا تر لاس اېنجلسه په لسګونو ښارونو کې ګرځبدیز لګېدلی.

دا اقدام له هغه وروسته پورته کړل شوی چې په هغه هېواد کې د پوليس لخوا د يوه تورپوستي له وژل کېدو وروسته پرون د جون پر دوهمه په اوومه ورځ هم په بېلا بېلو ايالتونو کې لسګونه زره کسانو مظاهرې وکړې خو په ځېنو سيمو کې د شپې مهال تشدد او لوټل هم وشول.

اخوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايالتونو پر ګورنرانو فشار زيات کړی چې د حالاتو کنټرولولو لپاره ملي ساتندويان وروغواړي.

ټرمپ له دې وړاندې ويلي ول چې که ګورنران پرېکنده ګام وانخلي نو دی به له پوځي عملياتو کار واخلي. نوموړي ويلي ول چې د بلوو او شوکو بندولو لپاره به ټولې پوځي او سرکاري سرچینې وکاروي.

په دغه هېواد کې وروستۍ بلوې او مظاهرې له هغه وروسته پيل شوي چې د مې پر ۲۵مه د مینيسوټا ریاست په مینیاپولیس ښار کې جارج فلویډ نومی یو بې وسلې تورپوستی تن د پولیس لخوا د نیولو پر مهال ووژل شو.

د فلویډ په وژنه تورن پولیس افسر نیول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG