د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د یوه تور پوستي د وژنې په غبرګون احتجاجونه دوام لري


امریکا کې اعتراضونه
امریکا کې اعتراضونه

امريکا کې د پوليس د حراست پر مهال د يوه تورپوستې بې وسلې کس د وژنې په اړه د نسلي انصاف غوښتو په خاطر په ټول هېواد کې روان احتجاجونو د مې پر ۳۱مه نېټه هم دوام وکړ. وژنه د ميناسوټا رياست په ميناپولس ښار کې شوې وه.

مظاهرې د امريکا په ۷۵ ښارونو کې شوې او ځینو ریاستونو پر ولسي ناامنيو د قابو مندلو لپاره د نېشنل ګارډ په نوم ځانګړي ځواک ځای پر ځای کړی. په سلګونو مظاهرچيان نيول شوي هم دي.

سي اېن اېن ټيليويژن ويلي، د لاس اېنجلس، شګاګو او ډيترياټ په ګډون د امريکا په ۴۰ ښارونو کې کرفيو لګول شوې ده. د مې پر ۲۵ مه د ۳۶ کلن جورج فلويډ تر وژل کېدو وروسته د هېواد په کچه خلکو د غوسې اظهار پیل کړ.

د ميناسوټا رياست چارواکي وايي، پوليس افسر ډيريک شاون د جورج فلويډ په وژنه تورن ګرځول شوی او په پېښه کې ښکېل افسران يې له دندو ګوښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG