د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات سوداګرو او هوټل مالکانو د کاروبار خلاصېدو غوښتنه وکړه


د سوات ماهوډنډ یوه سېلانۍ سیمه ده
د سوات ماهوډنډ یوه سېلانۍ سیمه ده

د مې پر ۳۱ مه نېټه په مېنګوره کې په يوې بېړنۍ غونډه کې دوی وويل، د کورونا وايرس له کبله د اعلان شوي ټولبند له وجې دوی له لوی مالي زيان سره مخامخ دي.

د هوټل اېسوسي اېشن مشر زاهد خان وويل، د يوې اندازې له مخې په سوات کې له سېلګرۍ سره تړلي کاروبارونو ته تراوسه پورې يوه نېم ارب روپۍ تاوان رسېدلی دی. په غونډه کې د کالام هوټل اېسوسي اېشن مشر عبدالودو ، د ملاکنډ تجارو اتحاديې مشر عبدارحيم او د واکمن ګوند تحريک انصاف د اسمبلۍ غړي ميا شرافت علي هم ګډون وکړ.

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ټولبند اعلان کړی وو چې وروسته بيا پکې تر وړوکي اختر له مخه لږ څه نرمي وکړه خو د تجارو اتحاديې د ټولبند په بشپړتوګه د ختمولو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG