د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته تللې


طالب پلاوی
طالب پلاوی

د طالبانو یوه ډله د خپلو بندیانو د تبادلې او خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسیدلې ده.

دا له هغې څو ساعته وروسته ده چې حکومتي چارواکو د افغانستان په شمالي او غربي سیمو کې د دوو خونړیو پېښو تور پر طالبانو اچولی دې.

د قیدیانو د تبادلې خبره د امریکا او طالبانو تر منځ د روان کال د فیبرورۍ د میاشتې د تړون برخه ده، چې ترمخه به یې افغان حکومت د طالبانو تر ۵۰۰۰ پورې بندیان خوشې کوي، او په بدل کې به طالبان شاوخوا یو زر نیول شوي حکومتي کسان خوشې کوي.

د مې پر ۲۸مه د افغانستان د قامي سلامتیا د شورا ویاند جاوېد فېصل وویل، د طالبانو دا ډله دا وخت په کابل کې ده او د خپلو بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت د تکنیکي ډلې سره خبرې کوي.

بلخوا د طالبانو یو ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی نور ۸۰ بندیان چې پکې حکومتي چارواکي او افغان عسکر شامل دي خوشې کړي دي چې له دغې سره د اپرېل له میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا د خوشې کړل شوو بندیانو شمېره ۳۰۰ ته رسېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG