د شمالي وزیرستان په میرلي کی د سیمې د ځوانانو یوه تنظیم تېره ورځ یوه جرګه کړې چې پکې یې له ځایې مشرانو، سیاسي او د مدني ټولنو له غړو سره د د شمالي وزیرستان پر امنیت خبرې کړي دي. د ځوانانو د تنظیم مشر اسد الله شاه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې پر هدفي وژنو، او د ناامنۍ پر پېښو اندېښنې لري او زیاته یې کړه ....
د سیمې ولس وایي په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ د پېښو پر زیاتېدو اندېښمن دي. د مې پر ۲۴مه، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په یو هدفي برید کې د دوو حکومتي افسرانو په ګډون درې کسان وژل شوي وو.