د خېبر پښتونخوا د سوات تحصيل مټې په بهاکۍ سیمه کې د کور چت راپرېوتو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د مټې مرستيال کمشنر محمد يار خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې نن د مې پر ۲۷مه سهار په برابړو نومي کلي کې د یوه ځايي اوسېدونکي د کور باروچي خانې چت پرېوتو په پېښه کې دوې ښځې او يوه ماشومه مړه شوي دي.
د دې تر څنګ دوه ژوبل کسان د مټې روغتون ته رسول شوي دي.
مرستيال کمشنر وویل چې د ضلعې انتظامېي غړي د پېښې ځای ته رسېدلي او متاثره کورنۍ ته یې امدادي شيان ورکړي.