د خیبر ضلعې ټرانسپورټرانو لخوا افغانستان ته د ټرانزټ مالونو وړلو نه بایکاټ نن د مې پر ۲۷مه په دوايم ورځ هم دوام لري.
د خیبر ټرانسپورټ یونین مشر شاکر اپرېدي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل بايکاټ يې ځکه اعلان کړی چې په تورخم کې له ټرانسپورټرانو او سوداګرو سره سم چلند نه کېږي او د دوی د لکونو روپو مالیت ګاډي د تورخم هغې غاړې ته بیا افغان ډریورانو ته وسپارل شي چې اکثره پکې بيا د حادثو ښکار شي.
دوی د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي چې دوی ته دې تر جلال اباد او کابله پورې پخپله د مالونو رسولو اجازه ورکړل شي.
بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وایي په تورخم کې له پاکستانيو ډريورانو افغان ډريورانو ته د ګاډو سپارلو پريکړه د کورونا وايرس د مخنيوي په تدابيرو کې شامله ده چې دارنګ پاکستاني او افغان ډریوران د یوه بل هېواد ته سفر و نه کړي او تجارت هم روان وي.
تورخم دروازه تر دوه میاشتني بندیز پس د مې پر۱۶ مه ۲۴ ساعته تجارت لپاره خلاصه کړل شوه.