د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې حکومت ټولبند نرم کړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ايران حکومت د ځينو کاروبارونو، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړې ده.

ولسمشرحسن روحاني د مې په ۲۳مه پر سرکاري ټيليويژن کړو خبرو کې وويل د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي.

خو هغه زیاته کړه چې خلک دې له يوه بله فاصله وساتي او په روغتیایي سپارښتنو دې کلک عمل وکړي.

ایران هم د هغو هیوادونو په قطار کې دی چې کورونا وایرس زیات ځپلي دي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د مې تر ۲۴مې په هغه هیواد کې ۱۳۳ زره نه زیات کسان کورونا ځپلي، ۷۳۵۹ ترې مړه شوي خو ۱۰۴ زره نه زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG