د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې اووه وسله وال وژل شوي


د افغان هوايي ځواکونو بریدونه، ارشیف
د افغان هوايي ځواکونو بریدونه، ارشیف

د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند وحید الله جمعه زاده د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده د مېتر ګوډلو په کلي کې افغان هوايي ځواکونو د ملا ذاکر په ګروپ عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې د سرګروپ ذاکر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي.

په دغه عملیاتو کې د وسله والو اړونده یو عراده موټر او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

جمعه زاده زیاتوي، په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو په وړاندې پوځي او هوايي عملیات زیات شوي دي او حکومت هغوی د زیاتو زیانونو د وراوښتو راپورونه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG