د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو هرات کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي


د افغان ځواکونو عملیات
د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول تر ۱۰ زیات وسله ‌وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد په دې اړه د مې پر ۲۱مه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شاوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم په ‌کې شامل دي، وژل شوي دي."

فرهاد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د وسله ‌والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له‌ منځه وړل شوي دي او مرکزونه ‌یې ویجاړ شوي دي.

وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG