د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت ټولبند تر ۲۲جون وغځاوه


په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل
په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل

د بلوچستان حکومت په صوبه کې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د جون تر دویمې پورې د ټولبند غځولو فيصله کړي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شهواني، د مې پر۲۰مه، مشال راډيو ته وویل چې په صوبه کې دوکانونه خلاص دي خو د ګاډو پر تګ راتګ بنديز دی.

تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزي، د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي ول چې له جمعې يانې د مې له ۲۲مې وروسته به تر يوې هفتې پورې مکمل ټولبند وي او په دې کې به هېڅ قسمه رعايت نه کوي.

صوبايي حکومتونو دا څرګندونې په داسې وخت مخي ته راغلي چې دا ويره څرګندېږي چې د اختر په موقع به خلک د ګنې ګونې ځايونو ته ورځې چې د کورونا وايرس د خپرېدو خطر زیاتولای شي.

بلخوا ځينو ډاکټرانو د مې پر ۲۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې اندېښني ښودلې ‌چې د اختر خوشحالې لمانځلو پر مهال د کورونا وایرس د خورېدو خطر زيات دی نو باید چې احتیاطي تدابیرو ته دې پوره پاملرنه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG