دا اعلان د رېلوې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته کړی و او زياته کړې يې وه چې وزيراعظم عمران خان د وضع کړل شويو احتياطي تدابيرو په خپلولو سره د ۳۰ رېل ګاډو د چلولو منظوري ورکړې ده.
د نوموړي په وينا که حالات تر ۳۱م مې پورې ښه ول نو د جون له لومړۍ نېټې به ټولې رېل ګاډې چلوي.
عوام اېکسپرېس نومي رېل ګاډي د مې پر ۲۰مه سهار له کراچي څخه له ۴۶۵ مساپرو سره د پېښور پر لور حرکت وکړ.
پر دې سربېره په لاهور او راولپنډۍ کې هم رېل ګاډو مساپر د پاکستان نورو ښارونو ته يووړل.
د رېلوې چارواکي وايي چې په رېل ګاډو کې يې ۴۰ سلنه چوکۍ خالي پرېښې دي چې د مساپرو تر منځ واټن وساتل شي.
چارواکي زياتوي چې د مساپرو خپلوان دې د ښه راغلاست يا مخې ښې لپاره د رېل ګاډو تمځايونو ته نه ورځي. په پاکستان کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې رېل ګاډي بند شوي ول.