د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: عبدالله عبدالله باید په چټکۍ خپل کار مخته یوسي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي عبدالله عبدالله باید په چټکۍ خپل کار مخته یوسي او په‌کار ده چې اوسنی حکومت هم ملاتړ ترې وکړي.

هغه دا خبره په دوشنبه په یوه ټویټ کې کړې ده. هغه لیکلي چې تر یوې اوږدې مودې وروسته یوه سیاسي تړون ته د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د رسېدو هرکلی کوي او دا یې وخت دی چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف دا فغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې عزم جدي ونیول شي.

خلیل‌زاد د امریکا په استازیتوب ډاډ ښودلی چې هېواد به‌یې د سولې د یوه داسې بهیر په برخه کې د نوي افغان حکومت ملاتړ کوي چې بالآخره جګړه پای ومومي.

پرون په ارګ ماڼۍ کې دوو سیاسي سیالانو ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو سیاسي تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون په اساس عبدالله عبدالله د ملي مصالحې په نوم د نوې تأسیس شوې عالي شورا مشر وټاکل شو او د هغه د ټاکنیز ټیم ملګرو ته هم په کابینه کې ګډون ورکړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG