د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا تجاران وايي حکومت دې ټیکسونه معاف کړي


د خیبر پښتونخوا تجاران له حکومته د ټیکسونو د کمولو او له سوده پرته د پورونو غوښتنه کوي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې مشر انجینیر مقصود انور پرویز د مې پر ۱۷مه، مشال راډیو ته وویل، دا غوښتنه ځکه کوي چې د هغوی د اندازې ترمخه ځايي تجارانو ته د کورونا له وجې د جوړ شوي حالت له وجې د دوو اربو روپو تاوان رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا د محنت، مزدورۍ د چارو وزیر شوکت یوسفزي د مې په ۱۷مه، مشال راډیو ته وویل، مرکزي او صوبايي حکومتونه به په دې اړه د ټول ملک د تجارانو لپاره یوه کړنلاره جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG