د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټویټر خپلو کارکوونکو ته د تل لپاره له کوره د کار کولو اجازه ورکړې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

ټویټر د ټیکنالوجۍ لومړۍ کمپني ده چې خپلو کارکوونکو ته یې د همیش لپاره له کوره د کار کولو اجازت ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس وبا په نړۍ کې د کار کولو حالات په بې څارې ډول بدلېدو ته اړ کړي دي.

د کورونا وایرس وبا په نړۍ کې تر ۴،۲ میلیون کسان ځپلي دي.

د وایرس له کبله په ډېرو هیوادونو کې ټولبند دی او د بدلونونو پر مهال له کوره کار کول یو نوې دود ګرځېدلې دی.

ټویټر د مې پر ۱۲مه وویل چې د سپټمبر مخکې خپلې زیاتره دفترې نه خلاصوي.

د ټویټر یوې چارواکې جینیفر کرسټي په یو بلاګ کې ویلي که کارکوونکي له کوره کار کولای شي او غواړي چې همېش یې داسې وکړي نو اجازت به ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG