د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: نړیواله ټولنه دې د طالبانو زیاتېدونکي بریدونه وغندي


ارګ، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې
ارګ، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې

افغان حکومت وايي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د روژې په میاشت او د کرونا ویروس د بحران پر مهال پر حکومت او عامو خلکو د وسله‌والو طالبانو زیاتېدونکي بریدونه او تاوتریخوالی وغندي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تېره شپه پر خپل ټویټر د دې غوښتنې سربېره په لغمان ولایت کې د ملي اردو پر ځواکونو د طالبانو وروستي برید ته اشاره کړې او هغه‌ یې کرکجن او د غندلو وړ بللی دی.

وسله ‌والو طالبانو وړمه شپه د لغمان علیشنګ ولسوالۍ قلعه کوچیانو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو وویل: "وسله ‌والو طالبانو غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوسټو برید وکړي. د دوی بریدونه په شاه تمبول شوي او په جګړه کې د طالبانو شپږ مهم قوماندانان وژل شوي او ۱۷ تنه‌یې ټپیان دي. متأسفانه په جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي."

په ځینو راپورونو کې د لغمان د ولایتي شورا چارواکو له قوله د وژل شویو افغان سرتېرو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی، خو د لغمان چارواکو دا راپورونه نه‌ دي تأیید کړي.

بلخوا د لغمان د والي رسنیو دفتر وايي، د دوشنبې په ورځ د لغمان والي محمد اصف ننګ د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملياتو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد فريد احمدي سره د علیشنګ ولسوالۍ په امنیتي وضعیت خبرې کړي او دواړو په دې سیمه کې د وسله‌والو د ځپلو او نورو برخو کې د ژر او عاجلو اقدماتو ژمنه کړې.

طالبانو ادعا کړې چې سیمه کې یې پر هغو سرتېرو چې نوې امنیتي پوستې یې جوړولې بریدونه کړي او تر ۲۰ زیات افغان سرتېري یې وژلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG