د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: بلخ کې هوايي حملې تر ۱۰ زیات وسله‌وال طالبان وژلي


ارشیف، هوايي حمله
ارشیف، هوايي حمله

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي د ملي اردو په یوه هوایي حمله کې تر ۱۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فائز نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په غونډان سیمه کې شوې ده.

امنیه قوماندان وايي په پېښه کې ۱۱ نور وسله‌وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی فائز وايي، په دې حمله کې هغه درې ملکیان هم وژل شوي چې له طالبانو سره‌یې همکاري کوله.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حمله د قومي مشرانو پر یوه جلسه شوې او ادعا لري چې په پېښه کې ۱۶ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ازادي راډیو خبریال وايي په بلخ ولسوالۍ کې په لسګونه کسان په اعتراض راغونډ شوي او ادعا لري چې د ملي اردو په دې هوايي حمله کې د طالبانو ترڅنګ ۹ تنه ملکیان هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG