د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ایران پرضد پوځي کاروایۍ په اړه د کانګرس پرېکړه‌ رد کړ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پرضد تر پوځي کاروایۍ وړاندې له کانګرسه د اجازې اخېستو په اړه د کانګرس قرارداد رد کړی دی.

د مې پر شپږمه ټرمپ په یوه بیان کې د کانګرس غړیو دغه قرارداد د هغه واک کمولو یوه هڅه وبلله.

دا قرارداد د سېنېټ له منظورۍ وروستو د استازو جرګې هم د مارچ په میاشت کې منظور کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په مینځني ختیځ کې بېقراري په ډېرېدو ده او په بغداد کې په امریکايي هوايي بریدونو کې د ایران مهم کماندان قاسم سیلماني د وژنې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

د امریکا اساسي قانون د جنګ اعلان ځانګړی واک کانګرس له ورکوي، خو ولسمشر ټرمپ وايي، د قرارداد برعکس، امریکا د ایران پرضد د زور په کارولو کې ښکیل نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG