د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي: والي


د هلمند ولایت نقشه
د هلمند ولایت نقشه

د هلمند والي وايي، د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په موټر بم بريد کي د ملي امنيت پنځه سرتېري وژل سوي دي او د لسو په شاوخوا کي ټپيان دي.

والي تورن جنرال محمد ياسين رسنيو ته وويل چې دغه موټر بم دافغان ځواکونو په يوه ټولۍ سوی دی او طالبانو يي پړه په غاړه اخستي ده.

دا د روان کال د فبروري مياشتي ۲۹مې د سولي تر توافق وروسته چي د طالبانو او امريکا کړی لومړی بريد دی چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي. يوې سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل په ياد بريد کي د ملي امنيت ۱۸ سرتېري وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان دي، اما رسمي سرچيني داخبره نه مني.

دهلمند والي زياته طالبان دخپل توافق لمخي پر هېڅ ژمنه نه دي درېدلي او د اورکم له تعهد سره سره يي پر افغان حکومت بريدونو ته زور ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG