روسیې د مې پر درېیمه په ۲۴ ساعتونو کې د نېږدې ۱۰،۰۰۰ نورو کسانو په کورونا وایرس د اخته کېدو راپور ورکړی.
په عین حال کې د مسکو ښاروال ویلي، کېدای شي ټولبند لا نور سخت کړي.
اندرې وروبیف وايي، د مې له ۱۲مې نېټې څخه به په ښاري ټرانسپورټ کې د ماسکونو اغوستل لازمي ګرځوي.
په روسیه کې د کورونا وایرس د ټولو ناروغانو شمېر تر ۱۲۴،۰۰۰ اوښتی دی.
له تېرو اووه ورځو راهیسې په روسیه کې ګڼ کسان په کورونا وایرس اخته کېږي.
په هغه هېواد کې د مې تر درېیمې ناروغۍ ۱،۲۲۲ کسان وژلي ول.