د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید شوی


افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په پکتیا کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته برید کړی دی.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د مې دویمې شپې مهال ناوخته د پټان ولسوالۍ په اینځرکي کنډو سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو په یوه پوسته برید وکړ.

د مې پر درېیمه د تندر قول اردو د رسنیو دفتر مشر جګړن اېمل خان مومند رسنیو ته ویلي، د وسله والو برید یې په شا تمبولی او په نښته کې یې دوه وسله وال وژلي او اووه ژوبل دي.

ده وویل، د وسله والو په برید کې دوه پاڅونوال وژل شوي او درې ټپیان دي.

مومند زیاته کړه چې سیمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG