د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت زرګونه بندیان خوشې کړي


ارشیف، له بند نه ازاد شوي طالبان
ارشیف، له بند نه ازاد شوي طالبان

افغان چارواکي وايي، د ولسمشر د فرمان پر اساس تر اوسه ۷۴۷۰ زندانیان خوشې شوي دي.

دا له هغې وروسته ده چې د کابل په پلچرخي زندان کې په کورونا وایرس د ۷۵ زندانیانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی.

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر احمد راشد توتاخېل د تېرې دوشنبې (د اپرېل ۲۷مه )په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کورونا ویراس د مخنيوي په خاطر د ولسمشر فرمان له مخې به د هېواد له ټولو زندانونو ۱۲۳۹۹ زندانیان خوشې شي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي ادارې یا سیګار د راپور له مخې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان بنديان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG