د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیم جونګ ان ۲۰ ورځې وروسته ولس ته ځان څرګند کړ


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان په تېرو۲۰ ورځو کې په لومړي ځل ولس ته ځان ښکاره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د ناروغۍ په اړه ګنګوسې کېدې.

د کوریا مرکزي خبري اژانس راپور ورکوي چې کیم جونګ ان ن[د مې پر دويمه] په پیانګ یانګ کې د سرې د یوې فابریکې د بشپړېدو مراسمو کې ګډون وکړ.

پر دې مهال نوموړی موسکی لیدل کېده، د خپلو ملګرو سره یې خبرې کولې او د فابریکې بېلابېلې سیمې يې کتلې.

رویټرز اژانس لیکي، عسکونه د ځايي رسنۍ راډانګ سینمان پر ویبپاڼه خپاره شوي چې په خپلواکه ډول یې تاییدول ممکن نه دي.

په رسمي توګه نه دي ویل شوي چې کیم جونګ ان ولې تر دريو اونیو پورې ځان له خلکو ګوښه کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG