د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ازبکستان کې د اوبو یو نوی بند نړېدلی


چارواکو د کلیو اوسېدونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.
چارواکو د کلیو اوسېدونکي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

په ازبکستان کې په وروستیو کې جوړ شوی بند خراب شوی دی چې له وجې یې په کلیو سېلاو ورغلی دی.

چارواکو د مې پر لومړی وویل چې له ځايي وخت سره سم، سهار شاوخوا شپږ بجې چې له سردوابه بنده اوبه بهېدل پیل شول نو د نېږدې کلیو ۱۱،۶۰۰ اوسېدونکي یې خوندي ځایونو ته انتقال کړل.

پر سردریا سیند د بند د جوړولو چارې په ۲۰۱۰ز کال کې پیل شوې او په ۲۰۱۷ز کې پای ته ورسېدې.

مشال راډیو له سیمې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې ښيي چې د بند په یوه ۲۹ میټره لوړه برخه کې سوری شوی او ورڅخه اوبه د نېږدې کلیو پر لوري بهېږي.

چارواکو په سېلاو کې د چا د مرګ، ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG