د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پيسو نړیوال صندوق افغانستان سره ۲۲۰ میلیونه ډالر مرسته کوي


د پيسو نړیوال صندق
د پيسو نړیوال صندق

د پيسو نړیوال صندوق 'ای.اېم.اېف' افغانستان ته د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرسته تایید کړه.

د دغې مرستې هدف د کورونا وایرس له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان جبران دی.

د فرانسې خبري اژانس د پیسو نړیوال صندوق د چاروکو په حواله لیکلي، د کورونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د افغانانو اقتصاد ته زیان اړولی.

'ای.اېم.اېف' ویلي، د دوی بیړنۍ مرستې به افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو ولګول شي او هغه کورنۍ به هم ترې برخمنې شي چې اوسني حالت‌ یې ژوند له اقتصادي پلوه تریخ کړی دی.

د دغه صندوق مشرې کریستینا جورجیا ویلي، د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو له دوی بیړنۍ مرسته غوښتې.

نوموړې وایي، د دې لپاره چې ټولو دې هېوادونو کې له کورونا وایرس سره مبارزه وشي او له دې امله اقتصادي ستونزې جبران شي، شاوخوا دوه نیم ټریلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG