په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته شوو کسان شمېر ۱۵۷۵۹زره ته رسېدلی دی.
په دې اړه شمېرې خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د اپرېل تر ۳۰مې پورې له دې وايرسه ټول ۳۴۶ تنه مړه شوي او ۴۰۵۲ ترې رغېدلي دي.
حکومت کورونا وایرس مخنيوي لپاره ډېر کاروبارونه تړلي خو د خوراکي توکو پلورونکو، دواخانو او نانوايانو تر څنګ تعمیراتي کارونو ته اجازه ده.
په پېښور کې د چاپخانو اتحادیې مشر، ظفر خټک د اپرېل په ۲۹مه مشال راډيو ته ويلي که حکومت يې کاروبار همداسې تړلی وساتي، وېره ده چې ۲۰ زره کسان بې روزګاره شي.