د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د هند د ملي امنیت له سلاکار سره غږېدلی


ښي خواته د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوول او چپ اړخ ته د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر
ښي خواته د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دوول او چپ اړخ ته د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر

د افغانستان بهرنيوو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د هند ملي امنیت سلاکار، اجيت دوول سره د سولې او اقتصادي راکړې ورکړې په اړه غږېدلی دی.

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت د اپرېل ۲۹مې پر ماخوستن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې ټيليفوني خبرو کې دواړو مشرانو د افغان سولې بهیر او د کورونا وایرسه راولاړ شوي بحران په اړه خبرې وکړي.

اتمر له دووال څخه د هغو ۷۵۰۰۰ ټنو غنو او ځينو دوايانو مننه هم کړې چې هند تېره اوونۍ افغانستان ته ولېږل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG