د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان ځای پخواني پوځي ونیولو


د پاکستان واکمن تحريک انصاف سېنېټر شبلي فراز د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزير ټاکل شوی او له فردوس عاشق اعوان څخه د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې عهده اخیستل شوی.

د اپريل په ۲۷مه د کابيني ډويژن نوټيفکيشن له مخه د سي پيک اتارټي مشر او د پوځ د عامه اړیکو څانګې پخوانی ویاند لیفټننټ جنرل ريټاريرډ عاصم باجوه د مطبوعاتو لپاره د وزيراعظم سلا کار ټاکل شوی دی. سېنېټر شبلي فراز په سېنېټ کې قايد ايوان دی.

په وفاقي کابینه کې په اپريل مياشت کې دا دويم وار دې چې بدلون پکې راوستل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG