د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ووهان کې د کرونا ویروس ټول ناروغان جوړ شول'


لومړی ځل په ووهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.
لومړی ځل په ووهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

چارواکي وایي، د چین په ووهان ښار کې په کرونا ویروس اخته ټول بستر کسان روغ شوي او له روغتونه رخصت شوي دي.

ووهان هغه ښار دی چې لومړی پکې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

ویل کېږي کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې له یوه بازاره خپور شوی وو.

اوس د دې ښار چارواکي وايي، په دې ویروس اخته هېڅ کس بستر نه دی او ټول د کرونا ویروس ناروغان له روغتونه رخصت شوي دي.

لومړی ځل دا ویروس د تېر میلادي کال په ډېسېمبر میاشت کې خپور شو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر تر درې میلیونه بره ختلی دی څه نا څه دوه لکه کسان یې مړه کوي دي.

د اپرېل په شپږویشتمه نېټه د یکشنبې په ورځ په ووهان ښار کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

دا خبره د چین د ملي روغتیا کمېسیون ویاند می فینګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

په دې ښار کې د کرونا ویروس ۴۶۴۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې د ټول هېواد په کچه د مثبتو پيښو ۵۶ سلنه برخه جوړوي.

په دې ښار کې همداراز د کرونا ویروس له کبله ۳۸۶۹ کسان مړه شول چې د چین پر کچه د مړینو ۸۴ سلنه ده.

په ووهان ښار او هوبای ایالات کې د جنورۍ په لومړیو کې ګرځبندیز ولګېد، سړکونه وتړل شول، رېلونو فعالیت ودراوه، پروازونه لغوه شول او اوسېدونکي دوې میاشتې په خپلو کورو کې بند پاته وو.

په دې ښار کې پر محدودیت کمېدو سربېره اوس هم د کرونا ویروس معاینات په دوامداره توګه کېږي.

په چین کې د کرونا ویروس نوې او زیاتې پېښې په هیلونګ جانګ ایالت کې ثبت شوي.

دا ویروس له روسیې څخه دغه هېواد ته په ورتلونکو کې لیدل شوی.

د چین روغتیايي چارواکو د اپرېل په پنځه ویشتمه نېټه د شنبې په ورځ د یوولسو نویو پېښو خبر ورکړ چې په تېرو دوولسو ورځو کې تر ټولو کم شمېر دی او په دې ورځ يې هېڅ مړینې نه دي ثبت کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG